کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډېرن سمي: پاکستان سوپر لیګ زما او وهاب ریاض له وجې نه و ځنډېدلی
ډېرن سمي او وهاب ریاض

ډېرن سمي: پاکستان سوپر لیګ زما او وهاب ریاض له وجې نه و ځنډېدلی

د پېښور زلمي لوبډلې روزونکي ډېرن سمي هغه خبرې رد کړې، چې ګوا کې هغه د پاکستان سوپر لیګ د بایو ببل څخه سرغړونه کړې وه او د شپږم پړاو سیالۍ د هغه له وجې درې میاشتې ځنډېدلې وې.

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو ځنډېدو سره سم د ډېرن سمي او د پېښور زلمي لوبډلمشر وهاب ریاض په اړه دا وویل شول، چې دواړو د بایو ببل څخه سرغړونه کړې وه او د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي سره يې لیدلي و.

له هغه وروسته د پاکستان سوپر لیګ کې یو شمېر کرکټران په کورونا ویروس اخته شوی، چې د پاکستان کرکټ بورډ مجبوره شو او د پي ایس ایل سیالۍ يې وځنډولې.

اوس ډېرن سمي وايي، چې کله ما دا خبرونه واورېدل، چې زما او وهاب ریاض له وجې دا سیالۍ وځنډول شوې، داسې هېڅ نه و، موږ یوازې د خپلې لوبډلې مالک سلام ته ورغلی و او له هغه وروسته زما، وهاب ریاض او همدا راز د جاوېد اپريدي د کورونا هم دوه دوه ټېسټونه وشو.

نوموړي دا هم وویل، چې موږ د کورونا مخنیوي لارښوونې په سختۍ سره عملي کولې او که تاسې وګورئ، نو د پېښور زلمي هېڅ لوبغاړی په کورونا نه و اخته شوی، نه هم د پي ایس ایل پر مهال او نه هم د پي ایس ایل د ځنډېدو وروسته.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې د جون په پنځمه نېټه به پيل شي. خو نن به ابوظهبي ته د لوبډلو لوبغاړي لاړ شي.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …