کورپاڼه / روغتيا / په دوامداره توګه بدني یا فزیکي فعالیتونه د ماشومانو دماغ منظموي

په دوامداره توګه بدني یا فزیکي فعالیتونه د ماشومانو دماغ منظموي

له یوې څېړنې ښودل شوې چې په ماشومانو کې له پابندۍ سره هر ډول بدني یا فزیکي فعالیتونه د دوی د ماغزو فعالیتونو ته ترتیب ورکوي.

څېړونکې وایي، ماشومان چې په څومره ډېره اندازه بدني یا فزیکي فعالیتونه ترسره کړي، په هماغه اندازه به یې د مغزو نیټ ورک منظم او صحت مند وي.

دغه څېړنه د متحده ایالاتو د بوسټن پوهنتون د ماشومانو د یو روغتون د ساینسپوهانو له لورې د یوې تجربې له مخې ترسره شوې ده.

او شپږ زره هغه ماشومان یې تر څېړنې لاندې ونیول چې د خپل بلوغت تر عمره پورې رسېدونکې ول او د دوی د نیورو امیجینګ ډیټایې کارولې وه، چې بیا یې له څېړنې یې ډېرې په زړه پورې پایلې لاسته راوړې.

څېړونکې زیاتوي چې بدني یا فزیکي فعالیتونه په ماشومانو کې مثبتې اغېزې پیدا کوي او د مغزو سرکټونه ته یې وده ور په برخه کوي. یاده دې وي چې ددې څېړنې پایلې په “سیربرال کورټیکس” ژورنال کې خپرې شوي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …