خپلواک وېبپاڼه (٧ نومبر ٢٠١٩): د هند او بنګله دېش ترمنځ په دويمه شل اوريزه لوبه کې چې د هند په راجکوټ کې ترسره شوه، که يوې خوا ته لوبغاړو تېروتنې وکړې، نو بل لور ته لوبڅار هم تېروتنه وکړه.
لومړى د توپ اچونې لپاره د هند لوبډلې مېدان ته راکوزه شوه او له ډګرساتونکو څخه ډېرې تېروتنې وشوې، همدا راز د بنګله دېش لوبغاړي چې توپ اچونې ته راغلل نو له هغوى هم ډېرې تېروتنې وشوې. همدا راز لوبڅارانو هم په دغه لوبه کې تېروتنې وکړې.
کله چې د يوژيندرا چاهل په توپ باندې ريشب پانټ سوميه سرکار سټمپ کړ، نو دريم لوبڅار لومړى د ناټ اوټ پرېکړه وکړه او بيا يې ژر پرېکړه بدله او سوميه سرکار يې اوټ يا سوځېدلى اعلان کړ.
د لوبڅار په دغه تېروتنه د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما سخت غصه شو او دريم لوبڅار ته يې په غصه کې څه وويل، که څه هم چا وانه ورېدل خو د شونډو له خوځولو يې واضحه ښکارېده چې لوبڅار ته يې کنځا وکړه. له هغه وروسته په لوبغالي کې دننه لوبڅار د روهيت شرما د پوهولو هڅه وکړه او ورته يې وويل چې په تېروتنه کې له دريم لوبڅار څخه غلطه بټن وهل شوې ده.
د بنګله دېش لوبډلې د توپوهنې پر مهال په ١٣م اور کې دغه پېښه رامنځته شوه. يوژيندرا چاهل په دغه اور کې په لومړي توپ د مشفق الرحيم ويکټ ترلاسه کړه، مشفق د غټ شاټ د وهلو په هڅه کې کرونال پانډيا ته کېچ ورکړ. همدا راز د دغه اور په وروستي توپ هغه سوميه سرکار دوکه کړ، سرکار په توپ پسې راووت او د غټ شاټ هڅه يې وکړه، خو توپ ترې بچ شو او د ريشب پانټ لاسونو ته ورغى، هغه چې وليدل سوميه سرکار له کرښې اوښتى دى، نو يې ويکټې ووهلې او سوميه سرکار يې سټمپ کړ.
لکه څنګه چې ريشب پانټ د لوبې په پيل کې په سټمپ کې تېروتنه کړې وه، نو داسې لوبڅار د نو بال کتلو لپاره ريپلى وکتله، چې په هغې کې ښکارېدل چې ريشب پانټ يو ځل بيا توپ ويکټو ته ډېر نږدې نيولى دى، خو دا ځل سټمپ په ځاى و. په دغه وخت کې د ټولو خلکو سترګې په شيشه وې، چرته چې (ناټ اوټ) وليکل شو، کله چې (ناټ اوټ) وليکل شو نو خلکو فکر وکړ چې ښايي بيا هم ريشب پانټ تېروتنه کړې وي، خو څو لحظې نه وې تېرې چې په شيشه (اوټ) وليکل شو.
Rohit 😂😂 pic.twitter.com/CDKGcJESzJ
— Ghatta (@Kattehaiklu) November 7, 2019
د دې په ليدو سره روهيت شرما سخت غصه شو او شيشې ته په کتلو سره يې په غصه کې يو څه وويل. همدا راز ريشب پانټ هم د ارامۍ ساه واخيسته او هغه هم د روهيت شرما پر لور ورغلى او د لوبڅار په تېروتنه يې ورسره خبرې کولې، خو روهيت شرما چې څه وويل، د هغه له شونډو واضحه ښکارېده چې لوبڅار ته يې کنځا کړې.