کورپاڼه / خبرونه / په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو لوبډلمشرانو کلني معاشونه څومره دي؟
اصغر افغان، ایون مورګن او کیرون پولارډ

په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو لوبډلمشرانو کلني معاشونه څومره دي؟

کرکټ په نړۍ کې یو له هغه لوبو څخه ده، چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینه وال لري او همدا راز په یوویشتمه پېړۍ کې کرکټ د شهرت تر څنګ د پېسو لوبه هم ده، په ځانګړې توګه تجارتي لیګونو په کرکټ کې ډېرې پېسې رادننه کړې، خو له هغه پرته ټول هېوادونه هم خپلو لوبغاړو ته ډېرې پېسې ورکوي، چې کریک ټرېکر په دې اړه یوه لیکنه خپره کړې ده او د نړیوالو لوبډلمشرانو کلني معاش معلومات يې خپاره کړي دي، چې موږ يې هم په لنډ ډول له تاسې سره خپروو.

انګلستان: د انګلستان ملي لوبډله چې په ۲۰۱۹ کال کې يې نړیوال جام کې اتلولي هم خپله کړه، یو له مخکښو لوبډلو څخه شمېرل کېږي. د انګلستان د ټېسټ لوبو کپتان جو روټ دی او د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کپتاني بیا ایون مورګن ترسره کوي، چې دواړه ښه توپوهونکي هم دي. جو روټ د کال ۸۷۰ زره پاونډه (شاوخوا ۱.۲ میلیونه امریکايي ډالر) او ایون مورګن د کال ۱۷۰ زره پاونډه (۲۴۰ زره امریکايي ډالر) معاش اخلي.

جو روټ

هند: د هند ملي لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي د نړۍ یو له غوره توپوهونکو څخه هم دی، نوموړي په نړیوال ټېسټ اتلولۍ کې د هند لوبډله پایلوبې ته رسولې ده، د هند لوبډله یو له قوي لوبډلو څخه ده، چې د ویراټ کوهلي پرته نور هم ډېر تکړه لوبغاړي لري. ویراټ کوهلي ته د هند کرکټ بورډ د کال ۷ کروړه هندي روپۍ معاش ورکوي، چې شاوخوا ۱ میلیون امریکايي ډالر کېږي.

ويراټ کوهلي

اسټرالیا: د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله چې پنځه ځل يې نړیوال جام کې اتلولي په خپل نوم کړې ده، اوس هم د نړۍ یو له غوره لوبډلو څخه دی، چې ټیم پین يې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر دی او ارون فنچ بیا د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کپتاني په خپله غاړه لري. د اسټرالیا کرکټ بورډ یو له شتمنو کرکټ بورډونو څخه هم دی او دواړه کپتانان د کال شاوخوا ۱ میلیون امریکایي ډالر معاش اخلي.

ارون فنچ

سویلي افریقا: د سویلي افریقا لوبډله چې د کرکټ سترې لوبډلې يې ماتې کړې وې، خو کله چې يې لوبډلمشران ډېر بدل رابدل شو، نو هغه پخوانی خوند يې هم پاتې نه شو، په ځانګړې توګه کله چې کوانټین ډي کوک لوبډلمشر و، نو سویلي افریقا کومه کارنامه ونه کړه. اوس د سویلي افریقا د ټېسټ کپتان ډین ایلګر دی او د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کپتان ټیمبا بوواما دی. ټیمبا بوواما ته د کال ۳۵۰ زره او ایلګر ته ۴۵۰ زره امریکايي ډالر معاش ورکول کېږي.

ټيمبا بوواما

نیوزیلېنډ: د نیوزیلېنډ ملي لوبډلې لوبډلمشر کین ویلیمسن نه یوازې دا چې په خپله د نړۍ یو ځلېدونکی توپوهونکی دی، بلکې خپله لوبډله یې هم ډېره مخکې بیولې ده او د ای سي سي ټېسټ سیالیو نړیوالې اتلولۍ پایلوبې ته يې هم لار پېدا کړې ده، همدا راز نوموړي د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبې ته هم خپله لوبډله رسولې وه، چې انګلستان بیا د زیاتو باونډریانو په وهلو سره ترې بریا خپله کړه. کین ویلیمسن ته د کال ۴۴۰ زره ډالر امریکايي معاش ورکول کېږي، چې د دې پرته ۴۰ زره ډالر بونس هم ورکول کېږي.

کين ويليمسن

ویسټ انډیز: ویسټ انډیزي لوبغاړي که په تجارتي لیګونو کې ډېر ښه ځلېږي، خو په دې وروستیو کې د ملي لوبډلې لپاره ښه نه دي ځلېدلي او ویسټ انډیز یو ځل بیا خپل ټول خطرناک لوبغاړي په لوبډله کې راغونډ کړي دي. د ویسټ انډیز د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کپتان کیرون پولارډ ته ۲۵۰ زره ډالر او د ټېسټ لوبو کپتان کرېګ بریتویټ ته بیا ۲۰۰ زره امریکايي ډالر کلنی معاش ورکول کېږي.

کيرون پولارډ

پاکستان: د پاکستان د درې واړه بڼو لوبډلمشر بابر اعظم دی، چې نوموړی یو مخکښ توپوهونکی هم دی او تراوسه پورې د پاکستان لپاره هم یو بریالی کپتان ثابت شوی دی، بابر اعظم ته د کال ۱۳.۲ میلیونه پاکستانۍ روپۍ ورکول کېږي، چې شاوخوا ۸۴ زره امریکايي ډالر کېږي.

سریلانکا: د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله سږکال ډېره ښه نه ده روانه، یو خوا د کورونا له وجې لوبې ډېرې نشته، خو بلخوا چې کومې لوبې سریلانکا ترسره کړې، هم ښه لوبه یې پکې ترسره نه کړه. د سریلانکا د ټېسټ لوبو لوبډلمشر دیموت کرونارتنی ته د کال ۷۰ زره ډالر معاش ورکول کېږي او د کمو اورونو لوبو لوبډلمشر کوشل پریرا ته بیا د کال ۳۵ زره امریکايي ډالر معاش ورکول کېږي.

کوشل پریرا

افغانستان: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله که څه هم د سترو لوبډلو پر وړاندې ښه ریکارډ نه لري او نه هم ډېرې نړیوالې لوبې لري، خو بیا هم افغان لوبغاړي د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړي دي. د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان چې د درې واړو بڼو کپتاني په غاړه لري، شاوخوا ۳۲۰۰ امریکايي ډالر معاش له کرکټ بورډ څخه اخلي.

اصغر افغان

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …