کورپاڼه / روغتيا / آیا د لېمو د زړو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د لېمو د زړو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

ډېری وخت کله چې مېوه خورو نو په منځ کې یې موجود مواد خورو خو زړي یې ضایع کوو ځکه چې ډېر تریخ خوند لري خو که چېرته د لېمو د زړو په ګټو پوه شو نو بیا هیڅکله داسې ونه کړو.

د لېمو د زړو غذایي توکي:

د سیدتي د راپور له مخې ویل کېږي چې د لېمو زړي د ډېرو غذایي توکو درلودونکې وي، چې په جوړښت کې انټي اکساید چې په بنسټیزه توګه ویټامین سي وي د یادولو وړ دي او ترڅنګ یې د سیلایلیک اسید هم وي چې د درد د لېرې کولو وړتیا لري. دغه راز امینو اسید، پروټین او غوړ هم لري چې د روغتیا لپاره ګټور وي.

د لېمو د زړو ګټې: د خوراکي توکو کارپوه ډاکتر سمیر عبدالرحیم د لېمو د زړو د حیرانوونکې ګټو په اړه خبرې کړي.

  • د زهرو ایستنه: د لېمو زړي زموږ له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي، چې د تریخ خومد سربېره بیاهم ډېرې روغتیایي ګټې لري.

  • درد لېرې کوي: د لېمو په زړو کې موجود اسید د اسپرینو مهمه برخه وي چې د سر درد او نورو دردونو لپاره استعمالېږي.

  • د خېټې چینجي ختموي: ډېری ماشومان د خېټې د چیجیو ستونزې لري، چې بیا په همدې سبب یې نه یوازې هضم خرابېږي بلکې وده یې هم اغېزمنوي چې د لېمو زړي ورته ګټور وي. ددې لپاره د لېمو زړي وټکوئ بیا یې په اوبو یا شېدو کې وایشوئ او پر ماشومانو یې وڅښئ.

  • د پوستکي لپاره: لېمو نه یوازې دا چې د پوستکي لپاره ګټور وي، زړي یې هم ډېر ویټامین سي لري او ویټامین سي هغه لومړني انټي اکساید دي چې پوستکی تازه ساتي.

  • د دانو درملنه: د لېمو له زړو څخه ایستل کیدونکې تېل د بکتریا ضد ځانګړتیا لري، چې د دانو لپاره ګټور وي او د میکروبونو ضد تمامېږي.

  • طبیعت ښه کوي: د لېمو په زړو کې د لېمو په څېر خوشبو وي چې د طبیعت په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي.

د یادولو وړ ده چې د لېمو زړي زیانمن تمامېږي. ډاکتر سمیر عبدالرحیم د لېمو د زړو د استعمال پرمهال د احتیاط لارښوونه کوي، ځکه چې دا د هغه کسانو لپاره ښه نه وي چې په کومه ناروغۍ اخته وي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …