کورپاڼه / خبرونه / رمیز راجا: موږ د دهوني او سچن په څېر لوبغاړي نه لرو، باید ځوان لوبغاړي ولوبول شي
رميز راجا

رمیز راجا: موږ د دهوني او سچن په څېر لوبغاړي نه لرو، باید ځوان لوبغاړي ولوبول شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر او اوسنی کمنټیټر رمیز راجا د پاکستان کرکټ بورډ په تګلاره خوښ نه دی، هغه د پاکستان لوبډلې له منیجمنټ غواړي چې د هند په څېر دې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي.

رمیز راجا د یوټیوب له یو چېنل سره په خپله مرکه کې وویل، چې پاکستان د زمبابوې په سفر باید ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي، چې تجربه ترلاسه کړي.

هغه وايي، که د ځوانو لوبغاړو سره لوبې وبایلل شي، بیا هم د لوبغاړو وړتیا معلومېږي او تاسې کولای شئ چې نور لوبغاړي وازمایئ، ځکه د پخوانیو لوبغاړو وړتیا او استعداد خو تاسې ته له مخکې څخه معلوم دی.

رمیز راجا وايي، چې ما په شل اوریزو لوبو کې د ۴۰ یا ۴۵ کلونو لوبغاړی نه دی لیدلی او که ته د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی هم یې، نو په دې عمر باندې ستا پرفارمنس پنځوس سلنه راټیټېږي.

نوموړي وویل چې پاکستان د مهیندر سینګ دهوني او سچن ټنډولکر په څېر لوبغاړي نه لري چې په پاخه عمر کې هم ښې لوبې وکړي او لوبډله بیا ځوانو لوبغاړو ته هم هرکلی ووايي، چې په راتلونکي کې د لوبډلې د ملا تیر شي. هغه وايي، موږ (پاکستان) د ښو لوبو پر ځای خپل ټول سیسټم تباه کړی دی.

رمیز راجا یو ځل بیا په دې زور راوړ، چې زمبابوې ته په سفر کې باید ځوان لوبغاړي واستول شي، که چېرته هغه لوبغاړي لوبې وبایلي، نو بیا به هم خلک نیوکې نه کوي، ځکه چې دا به یوه نوې تجربه وي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …