کورپاڼه / کرکټ / د عامر خان لور د ذهني ستونزو ښکار خلکو لپاره رامېدان ته شوه
ایرا خان

د عامر خان لور د ذهني ستونزو ښکار خلکو لپاره رامېدان ته شوه

د هندي سینما د مخکښ او نومیالي هنرمند عامر خان لور ایرا خان د ذهني ستونزو سره لاس و ګرېوان خلکو د مرستې لپاره رامېدان ته شوه.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د عامر خان لور ایرا خان د ذهني ستونزو سره لاس و ګرېوان خلکو لپاره یو بنسټ جوړ کړی دی، چې د داسې خلکو سره به پکې مرسته کېږي، تر څو له دې ستونزو څخه راوځي او یا بشپړه روغتیا ترلاسه کړي.

ایرا خان د خپل پلار په پرتله په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده او د خپل بنسټ په اړه یې هم په ټولنیزو رسنیو کې خلکو ته معلومات ورکړي دي.

ایرا خان همدا راز په خپله ۲۱مه کلیزه یو ټاټو هم جوړ کړی دی، چې عکسونه يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي. هغې په خپل لاس لیکلي دي، چې که موږ نه، نو څوک؟.

د یادولو وړ ده چې ایرا خان په خپله هم د ذهني ناروغۍ یا ډپرېشن ناروغه پاتې شوې ده، چې په دې اړه هغې په ټولنیزو رسنیو کې څو پوسټونه هم کړي و او ویډیوګانې يې هم خپرې کړې وې، تر څو په دې اړه عامه بوهاوی خپور کړي، خو اوس یې د داسې خلکو د مرستې لپاره هم کار شروع کړی دی.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …