کورپاڼه / هنر او کلتور / سنجی دت د متحده عربي اماراتو ګولډن ویزا ترلاسه کړه

سنجی دت د متحده عربي اماراتو ګولډن ویزا ترلاسه کړه

د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند سنجی دت د متحده عربي اماراتو ګولډن ویزا ترلاسه کړه.

د بالیووډ د بابا په نوم مشهور اداکار سنجی دت د متحده عربي اماراتو له لورې ونازول شو، چې په اړه یې نوموړي پر ټولنیزه رسنۍ خبر خپور کړی او له یاد حکومت څخه مننه کړې.

سنجی دت خپل پوسټ کې لیکلي دي چې د اماراتو د حکومت له لورې د ګولډن ویزې ترلاسه کول ورته د ویاړ خبره ده او ترڅنګ یې د اماراتو له حکومت او د کورنیو چارو د وزارت له عمومي رییس څخه مننه کړې.

دغه راز نوموړي د دوبۍ د الوتنې د اجراییوي رییس حماد عبیدالله له ملاټر کولو څخه هم مننه کړې.

 

د یادولو وړ ده چې متحده عربي اماراتو هغه پانګوالو او سوداګرو ته د اوږدې ویز یا ګولډن ویزه ورکوي چې دې هیواد کې سوداګري کوي او د لسو کلونو لپاره به د اوسیدو جواز ولري.

دغه راز تېر کال یې د ډاکترانو او ساینسپوهانو لپاره هم د یادې ویزې د ورکولو اعلان کړی و او اوس یې دادی د بالیووډ اداکار یا هنرمند ته هم ګولډن ویزه ورکړه.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …