کورپاڼه / روغتيا / لوبیا د وینې د پوره کولو سربېره نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

لوبیا د وینې د پوره کولو سربېره نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

لوبیا یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه ګڼل کېږي چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او استعمال یې د روغتیا لپاره اړین وي. د سترګو د نظر له کمزورۍ نېولې د وینې تر کمښته پورې د ټولو ستونزو په درلودلو سره ډاکتران لارښوونه کوي چې لوبیا استعمال کړئ.

لوبیا پخپل جوړښت کې پروټین، فایبر، فولیټ، میګنیزیم، پوتاشیم او نور اړین غذایي توکي لري چې د ګټو په نظر کې د نېولو سره ورته د غریبانو غوښه هم ویل کېږي. دغه راز په لوبیا کې فولیټ او فایبر په ډېره اندازې سره وي چې د زړه له ناروغیو مخنیوی کوي او شریانونه آزاد ساتي.

په لوبیا کې موجود ډاییټري فایبر د هضم لارو لپاره د جیلو په ډول سره کار کوي او د کلیسترولو په خارجولو کې مرسته کوي او د استعمال په پایله کې یې اضافي او منفي کلیسترول له منځه ځي.

دغه راز لوبیا د انټي اکساید درلودونکی وي چې ژامو ته پیاوړتیا ورکوي. د وینې شکر برابر ساتي او د اوسپنې کمښت پوره کوي. ترڅنګ د لوبیا استعمال وزن کموي او په ورځني ډول یې استعمال په وزن کې په تېزۍ سره کمښت راولي.

خو پوښتنه داده چې لوبیا به څه ډول استعمالوو، ددې لپاره د شپې لخوا لوبیا په اوبو کې واچوئ او بیا وایشوئ او په بېلابېلو خوړو کې استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …