کورپاڼه / جالب / د شارک ماهي څه ډول د زرګونه کیلومیترو فاصلې په وهلو سره بېرته خپل ځای ته ستنېږي؟

د شارک ماهي څه ډول د زرګونه کیلومیترو فاصلې په وهلو سره بېرته خپل ځای ته ستنېږي؟

د شارک ماهي په سمندرونو کې د خپل منزل د معلومولو او د لېرې واټن لرونکو لارو د په ګوته کولو لپاره د ځمکې له مقناطیسي څپو څخه ګټه اخلي.

څېړونکې وایي چې دوی په دې وروستیو کې پر شارک ماهیانو یوه څېړنه وکړه چې له مخې یې دا خبره تایید شوه چې شارک د مقناطیسي څپو په استعمال سره خپله لوری ټاکي. ویل کېږي چې دا وړتیا په شمشتیو یا کیشپ هم لیدل کېږي.

د څېړنې لیکوال او د سمندري ساینس کارپوه براین کیلر وایي چې څېړنه یې روانه میاشت په “کرنټ بیولوژي” ژورنال کې خپره کړې او په دې هم رڼا اچولې چې شارک ولې له سمندرونو تېرېږي او د نسل د ډېرښت لپاره ولې سمندري لارې لټوي.

نوموړی وایي چې موږ په دې پوهېږو چې شارک مقناطیسي څپو ته ځواب ورکولی شي او د شل زره کیلو میترو په سفر کولو سره بېرته خپل ځای ته یعنې هغه ځای ته راستنېدلی شي چې له کوم ځای څخه یې سفر پیل کړی.

څېړونکې وایي چې تر اوسه پورې په دې نه دي پوهېدلي چې شارک څه ډول له مقناطیسي څپو ګټه اخلي او په مرسته یې لارې معلوموي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …