کورپاڼه / جالب / په هند کې له یو سوالګر څخه زرګونه روپۍ غلا شوې؛ پولیس یې هم حیران کړل

په هند کې له یو سوالګر څخه زرګونه روپۍ غلا شوې؛ پولیس یې هم حیران کړل

په هند کې څو تنو غلو له یو سوالګر څخه په زرګونه روپۍ پټې کړې، خو کله چې پولیس له پېښې خبر شول نو ټولې روپۍ ورڅخه لاسته راوړې.

ویل کېږي چې پولیس هغه وخت له پېښې خبر شول کله چې بابو راو نومی سوالګر حوزې ته لاړ او د یو لکو دوه اویا زره روپیو د غلا کیدو شکایت یې وکړ.

په لومړیو کې خو پولیسو د سوالګر بابو راو په خبره باور ونه کړ او دا فکر یې کاوه چې یو سوالګر دومره روپۍ له کومه کړې؟ خو سوالګر ټینګار کاوه نو پولیسو هم پلټنه پیل کړه.

ویل کېږي چې دغه سپین ږیری سوالګر له څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ځایونو کې خیر غواړي، چې د خیر په پیسو هم ځان ساتي او هم یې له ځان سره ټولوي ترڅو د اړتیا پرمهال ورڅخه ګټه پورته کړي، خو بابو راو د غلو له سترګو پټ پاتې نه شو او د ټول عمر راټول کړې یو لکو، دویا زره روپۍ یې ترې ووهلې.

بابو راو لومړی هڅه وکړه چې خپلې روپۍ پیدا کړي خو ګټه یې ونه کړه او د پولیسو حوزې ته یې عرض یوړ او هلته یې له پولیسو څخه په ژړا ـ ژړا مرسته وغوښته.

پولیس هم سمدستي لاس په کار شول، د سپین ږیري سوالګر اوښکې پاکې کړې او د مرستې کولو باور یې ورکړ، چې بیا یې باور ورته وساتلی شو او غلا شوې روپۍ ورته وموندلې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …