کورپاڼه / جالب / کاچوغه ډېر د کار شی دی؛ د روغتیا په اړه هم معلومات درکوي

کاچوغه ډېر د کار شی دی؛ د روغتیا په اړه هم معلومات درکوي

کاچوغه که له پلاستیک څخه جوړه وي یاهم له فولادو یا اوسپنې څخه، په ټوله نړۍ کې د خوراک لپاره استعمالېږي. خو نن ورځ د کاچوغې د یوې داسې ځانګړې ګټې په اړه خبرې کوو چې په اورېدو به حیران شئ.

هغه دا چې اوس کولی شئ چې کور کې په کېناستلو سره د کاچوغې په مرسته یوازې په یوه دقیقه کې د خپلې روغتیا په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

د کاچوغې په مرسته د ناروغیو د معلومولو طریقه:

  • ددې لپاره د اوسپنې یوې کاچوغې ته اړتیا وي.

  • د اوسپنې یوه کاچوغه راواخلئ، ښه یې ووینځئ، بیا په خوله کې کېږدئ او له لیاړو یې ډکه کړئ.

  • کله چې له لیاړو ډکه شوه نو په یوه داسې پلاستیکي کڅوړه کې یې کېږدئ چې ولیدل شي.

  • بیا یې له دې وروسته د لمر وړانګو ته کېږدئ.

  • یوه دقیقه وروسته به د ناروغیو نښې، نښانې راڅرګندې شي.

  • که چېرته پر کاچوغه خوږوالی ښکارېده نو مطلب یې دادی چې د شکر په ناروغۍ اخته یئ.

  • که چېرته د کاچوغې دپاسه ارغواني رنګ څرګند شو نو د لوړو کلیسترولو څرګندونه کوي.

  • که چېرته یې تېز بوی درلود نو د معدې او د سږو د ستونزې نښه ګڼل کېږي.

  • که چېرته د کاچوغې پر سر سپین یا هم ژېړ غوندې د رنګ نښې ښکاره شي نو مطلب یې دادی چې د تایراید ستونزه ستون لري.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …