کورپاڼه / اسلام / د نبي کریم (ص) د قبر ترڅنګ خالی ځای شته، هلته به څوک خښېږي؟

د نبي کریم (ص) د قبر ترڅنګ خالی ځای شته، هلته به څوک خښېږي؟

جومات د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي، دا هغه ځای وي چې ټول مسلمانان ورته راټولېږي او په ګډه پکې عبادت کوي. دغه راز جوماتونه د اسلامي کلتور او تهذیب نماینده ګي هم کوي.

د سعودي عربستان په مدینه منوره کې واقع جومات مسجد نبوي د اسلام دویم سپېڅلی ځای ګڼل کېږي او ددې جومات ښکلا ته په کتو د انسان ساه درېږي. نبوي جومات یو ډېر لرغونی جومات دی چې تر اوسه پورې څو ځلې جوړ شوی او پراخوالی ور کړل، خو دلته به یې په اړه هغه معلومات ولولو چې تر اوسه ترې ناخبره وئ.

عثماني دولت چې کله په عربي جزیرو کې بریښنا رامنځته کړه نو لومړی یې دا اسانتیا نبوي جومات ته ور په برخه کړه، د ځینو روایاتو له مخې ویل کېږي چې له دې څو کاله وړاندې د سلطان کور ته چې په استنبول کې و بریښنا برابره شوې وه.

د اوسني نبوي جومات پراخوالی د پخواني مدینې منورې له ښار څخه هم ډېر دی او د پخواني مسجد لس برابره غټ دی او دا ځکه دومره پراخ شوی چې په دوامداره توګه پراخوالی ور کړل شوی. یعنې اوسنی نبوي جومات د مدینې د ښار په اندازه شوی ځکه پخوا د جنت البقیع هدیره د مدینې په څنډو کې وه او اوس د نبوي جومات ترڅنګ ده.

د حضرت عایشې رضي الله عنها په حجره کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ترڅنګ حضرت عمر او ابوبکر صدیق خښ شوي، خو یو خالی ځای هم شته چې په اړه یې ویل کېږي چې دلته به عیسی علیه السلام خښېږي.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …