کورپاڼه / هنر او کلتور / راکي ساونت اخطار ورکړی چې ځان به مړ کړي

راکي ساونت اخطار ورکړی چې ځان به مړ کړي

د بالیووډ اداکارې یا هنرمندې او نڅاګرې راکي ساونت چې د لانجمنو بیانونو په ورکولو سره هم مشوره ده، اوس یې اخطار ورکړی چې ځان مړ کوي.

راکي ساونت چې هر وخت د لانجمنو بیانونو او حرکتونو په ترسره کولو سره د رسنیو د سر ټکی وي، دا ځل یې بیا داسې بیان ورکړی چې د رسنیو سر لیک ګرځیدلی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې راکي ساونت په دې وروستیو کې له یو کافي شات څخه بهر له رسنیو سره خبرې په هند کې د (Black fungus) تور فنګس پر خپرېدو یې اندیښنه څرګنده کړې او له ټولو والدینو څخه یې هیله کړې چې د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي.

راکی ساونت والدینو ته په خطاب کې وایي، کله چې مو ماشومانو له لوبو بېرته کور ته ستانه شول نو سمدستي یې ولمبوئ او د پاکوالي ساتنه یې وکړئ، ځکه په دې اړه هیچا ته معلومات نشته چې وایروس به څه وخت او څه ډول دوی اغېزمن کوي.

نوموړې وایي ماشومان به هغه وخت روغ او خوندي وي چې مور او پلار یې ورته دعا وکړي. راکي ساونت وایی که چېرته د هیواد په ماشومانو یې څه وشول نو ځان به له منځه یوسي، ځکه چې پر وینا یې ددې حالت په لیدو ورته ژړا ورځي، له زړه کمزورې ده او د ماشومانو دا ډول حالت نه شي لیدلی.

نوموړی د هغه ماشومانو په اړه هم د خپګان څرګنده کړې چې پر کورونا اخته دي او له والدینو یې ورته دعا غوښتې او ویلي یې چې دوا او دعا ورکونکی هماغه دی کوم چې پورته دی.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …