کورپاڼه / روغتيا / مشهوره ډاکتره: که متیازې بوی پیدا کړي نو د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

مشهوره ډاکتره: که متیازې بوی پیدا کړي نو د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

متیازې ولې بدبوی پیدا کوي او سببونه یې څه دي؟ په دې اړه یوې امریکایي ډاکترې په تفصیل سره خبرې کړي او د یادې ستونزې لاملونه یې په ګوته کړي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې ډاکترې اومون ایمویي پخپل ټیک ټاک اکونټ (@dromonimohi) ویلي دي چې د متیازو د بدبویۍ ځینې عادي سببونه وي، چې په بدن کې د اوبو کمښت او د تېز بوی لرونکي توکي خوړل او نور یې د یادولو وړ دي.

نوموړې وایي چې د تېز بوی په لرلو سره د ځینو نورو خوراکي توکو خوړل هم د متیازو د بدبویۍ سبب کېږي او په ځینو مواردو کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو نښه هم ګڼل کېږي.

  • که چېرته تاسې د شکر ناروغي لرئ یاهم دغه ناروغي در باندې راتلوونکې وي نو په داسې حالت مو متیازې بدبوی پیدا کوي.

  • که چېرته د متیازو په نل کې میکروب لرئ یاهم په ګردو کې تیږي لرئ نو متیازې مو بوی کوي.

  • په ښځو کې د هورمونونو معمولي غوندې بدلون هم د متیازو بوی پیدا کوي په ځانګړې توګه په امیندوارو میرمنو کې.

ډاکتر اومون وایي که چېرته ټول ورځ مو د متیازو بوی درلود او د ورځې په تېرېدو یې هم بوی ورک نه شو نو سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …