کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د وینې ځانګړي ګروپونه له بېلابېلو ناروغیو سره تړاو لري

څېړنه: د وینې ځانګړي ګروپونه له بېلابېلو ناروغیو سره تړاو لري

په سویډن کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د وینې د ځانګړو ګروپونو او د نهه څلویښت ناروغیو ترمنځ اړیکې شتون لري.

په دې څېړنه کې له پنځه میلونو څخه ډېر کسان څېړل شوي او له زرو څخه د ډېرو ناروغیو ډیټا تحلیل شوې او له پایلو یې ویل شوي چې د وینې د ځانګړو ګروپونو او د وینې د درېدنې، د وینې د جریان ستونزې او د حمل پرمهال د فشار د ستونزو ترمنځ اړیکه شتون لري.

د یادولو وړ ده چې د انسان وینه په بنسټیزه توګه یو ډول وي خو ځینې مختلف توکي یې په څلور ګروپونو سره ویشي او هغه توکی چې څلور واړه ګروپونه سره بېلوي انټي جن نومېږي.

له دې وړاندې له څېړنو څرګنده شوې وه چې د او ګروپ لرونکې کسان د زړه د شریانونو یا د وینې درېدنې له خطر سره لږ مخ کېږي، خو د وینې د جریان امکان یې د ای او بي ګروپ لرونکو په پرتله ډېر وي.

دغه راز د او ګروپ لرونکې میرمنې د حمل پرمهال د وینې له فشار سره ډېر مخ کېږي او د بي ګروپ لرونکي بیا د ګردو له تیږو سره لږ مخامخ کېږي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …