کورپاڼه / جالب / د خوست هغه سړی چې ټول عمر يې خوب نه دی کړی، ان د خوب ګولۍ هم پرې تاثیر نه کوي
د خوست سید محمد

د خوست هغه سړی چې ټول عمر يې خوب نه دی کړی، ان د خوب ګولۍ هم پرې تاثیر نه کوي

په خوست کې یو سړی اوسېږي، چې هغه ته هېڅ خوب نه ورځي، ویل کېږي چې د خوب راتللو لپاره يې د خوب ګولۍ هم خوړلي دي، خو هېڅ تاثیر يې پرې نه دی کړی او هغه ته يې خوب نه دی وروستی.

د خوست یو بل اوسېدونکی رحیم الله عادل د دغه کس په اړه معلومات راکوي. هغه وايي، چې یاد کس سید محمد نومېږي، چې د خوست ولایت په هارونخېلو کې ژوند کوي او له ۳۵ څخه تر ۴۰ کلونو په عمر ژوند لري.

نوموړی همدا راز وايي، چې دغه کس پېښور، اسلام اباد او کراچۍ ته هم ډاکټرانو ته تللی دی او خپله ستونزه یې ورسره شریکه کړې ده، خو ډاکټرانو ورسره دا ستونزه نه ده منلې.

جالبه یې لا دا ده چې سید محمد چې ان د خوب ګولۍ هم وخوري، هېڅ تاثیر پرې نه کوي او د هغه د خوب راوستلو ارمان نه شي ورپوره کولی. سید محمد یو روغ سړی دی، په رواني ډول هېڅ کوم مشکل نه لري، خپل کاروبار کوي او خپل ژوند يې روان کړی دی.

د یادولو وړ ده چې داسې یوه پېښه د هنګري هېواد یو سرتېري پاول کېرن سره هم شوې وه، هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ټپي شوی و، وروسته یې درملنه هم وشوه، خو له درملنې وروسته د هغه سره داسې کار وشو، چې خوب نه ورتللو او پاتې ۴۰ کاله ژوند کې هغه کله هم ویده نه شو.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …