کورپاڼه / خپلواک / شېر خان ته په هند کې د خپل قد برابره کوټه نه پېدا کېږي

شېر خان ته په هند کې د خپل قد برابره کوټه نه پېدا کېږي

خپلواک وېبپاڼه (۸ نومبر ۲۰۱۹): هند ته د افغانستان او ویسټ انډیز لوبو لیدو لپاره له افغانستانه ورغلی شېر خان هلته له سختو مشکلاتو سره مخ شوی دی.

نوموړی چې د دواړو لوبډلو له لومړۍ سیالۍ مخکې لکنو ښار ته ځان رسولی، په هوټلونو کې يې د خپل قد هومره جیګه کوټه او کټ نه دی پېدا کړی، چې دغه ستونزې په مشکلاتو کې راګېر کړی دی.

له ډېرو منډو ترړو وروسته چې هغه بیا هم نه دی بریالی شوی، نو د پولیسو حوزې یا تاڼې ته ورغلی او خپل مشکل يې ورسره شریک کړی.

د لکنو پولیسو د هغه لپاره په هوټل کې د کوټې پېدا کولو هڅه پیل کړې او اخر يې هم یو هوټل کې ورته کوټه نیولې، چې ویل کېږي تر ۲۰۰ زیات کسان ورسره په بدرګه هم ورغلي دي.

شېر خان چې ۸ فوټه او ۲ انچه قد لري، یو له ډېرو جیګو کسانو څخه او د کرکټ سخت مینه وال دی. هغه وخت کې ډېر مشهور شو، کله چې د یوې لوبې پر مهال په زینو کې ولاړ و او کمرو راواخیسته.

لکنو کې د هوټل مسوول ویلي دي، چې د شېر خان د قد کوټه او کټ دوی نه لري. هغه وايي چې د ده لیدو ته ۲۰۰ نه زیات کسان هم راغلي دي او چې څوک خبرېږي نو یو ځل يې د لیدو لپاره راځي.

په ټولنیزو رسنیو کې د شېر خان انځورونه لاس په لاس کېږي، چې هغه له پولیسو سره ولاړ دی. همدا راز د هند ډېرو رسنیو هم پرې راپورونه جوړ کړي دي.

مخکې ویل شوي و، چې هغه ته هوټل کې له دې امله کوټه نه وه ورکول شوې، چې ډېر خلک يې لیدو ته راځي، خو وروسته وویل شول چې د هغه د قد کوټه او کټ نه پېدا کېدل، نو شېر خان ځکه له مشکلاتو سره مخ و.

خو د اندېښنې خبره اوس ځکه نشته، چې د لکنو پولیسو د هغه لپاره په یو هوټل کې د کوټې بندوبست کړی دی او د مرستې لپاره ورسره ولاړ دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …