کورپاڼه / خبرونه / د انستاګرام په زړه پوری فیچر: اوس کولی شئ چې د لایکونو شمېر پټ کړئ

د انستاګرام په زړه پوری فیچر: اوس کولی شئ چې د لایکونو شمېر پټ کړئ

انستاګرام په ټولنیزو رسنیو کې د فشار د کمولو لپاره د لایک د پټولو لپاره نوی فیچر رامنځته کړی. دا فیچر به کاروونکې ته ددې اجازه ورکړي چې د لایک کوونکو نومونه وګوري خو شمېر به یې ورته نه معلومېږي.

د انستاګرام رییس ایډم موسیري په دې اړه وایي چې ددې فیچر له وړاندې کولو څخه یې موخه داده چې په ټولنیزو رسنیو کې کاروونکو د لږو لایکونو په سبب له خپګان څخه وژغوري او ددې فیچر په مرسته به یې د لایکونو شمېر پټ وي.

نوموړی وایي چې له دې وروسته به د کاروونکې پر پوسټ د لایکونو د شمېر پرځای نومونه څرګندېږي. باید یاده کړم چې دغه فیچر له ۲۰۱۹ کال راهیسې په بېلابېلو هیوادونو کې د ازمایښت په توګه استعمالیده خو اوسمهال د ټولو نړۍ لپاره د ګټې اخیستنې وړ دی.

ویل کېږي چې پر دې فیچر یې له تجربو وروسته دا خبره څرګنده کړې وه، چې د لایک په پټولو سره د کاروونکو پر روغتیا مثبتې اغېزې پرېوځي او د اکسفورډ د انټرنیټ انسټسټیوټ له څېړنې هم په ځوانانو کې د ټولنیزو رسنیو د استعمال او د دماغي روغتیا ترمنځ اړیکه موندل شوې.

ددې فیچر د فعالولو لپاره د نوي پوسټ د “سیکشن” برخې ته لاړ شئ، هلته به “هاییډ لایک” او “ویو کاونټ” وټاکئ. دغه راز کاروونکې به وکولی شي چې پر یو ځانګړي پوسټ د لایکونو شمېر ښکاره یا پټ کړي.

دا هم ولولئ

ټویټر د انلاین پېرودنې لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

د لنډو پیغامونو د ترټولو مشهورې ټولنیزې رسنۍ ویبپاڼې ټویټر، چې د نړۍ مشهور اشخاص، …