کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه ابوظهبي ته لاړ
راشد خان

راشد خان پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه ابوظهبي ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان له ترکیې څخه بېرته متحده عربي اماراتو ته ستون شوی دی، تر څو هلته د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ګډون وکړي.

راشد خان ترکیې ته د څو ورځو چکر لپاره تللی و، چې د هغه ځای عکسونه او ویډیوګانې يې په ټولنیزو رسنیو کې خپرول او د هغه ځای د ښایست صفت يې هم کاوه.

راشد خان تازه ځینې عکسونه په انسټاګرام کې خپاره کړي دي او لیکلي يې دي، چې په ترکیه کې يې وخت ډېر ښه تېر شو او اوس بېرته خپلې دندې ته راستون شو.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


نوموړی وايي، چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته په تمه ده او د لاهور قلندرز لوبډلې سره یو ځای کېږي. نوموړي یو ساعت مخکې دا عکسونه خپاره کړي دي چې ۷۰ زره کسانو خوښ کړي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان د ای پي ایل له ځنډېدو وروسته هېواد ته راستون شو، چې بیا له دې ځایه متحده عربي اماراتو ته لاړ او له هغه ځایه د ترکیې استانبول ښار ته په چکر لاړ، چې له هغه ځایه بېرته ابوظهبي ته ستون شو، چې هلته به پي ایس ایل کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …