کورپاڼه / بېلا بېل / د اسټرالیا په ځنګل کې ۳ زره کاله وروسته شېطان ته ورته ځناور زېږېدلی
تسمانیايي شېطان ۱

د اسټرالیا په ځنګل کې ۳ زره کاله وروسته شېطان ته ورته ځناور زېږېدلی

د اسټرالیا په نیو ساوت ویلز ځنګل کې ۳ زره کاله وروسته (تسمانیايي شېطان) په نوم ځناور زېږېدلی دی، چې بیولوژیکي ساینسپوهان يې ډېر خوشحاله کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د اسټرالیا په نیو ساوت ویلز ځنګل کې درې زره کاله وروسته د یو داسې نسل ځناور زېږېدلی دی، چې غاښونه يې ډېر خطرناک، پنجې يې ډېرې مضبوطې او د چیچلو ډېره وړتیا لري، د دې ځناور نوم تسمانین ډیول یعنې تسمانیايي شېطان دی.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د دې ځناور په زېږېدو خلک هم حېرانه شوي دي، ځکه چې دا نسل ختم شوی و، خو درې زره کاله وروسته بیا څه ډول راپېدا شوی دی.

تسمانیايي شېطان

په اسټرالیا کې یوه انجیو د دې ځناور د ساتنې لپاره له کلونو راهیسې په ځانګړې توګه کار کوي، دوی تېر کال د اسټرالیا په دغه ځنګل کې د تسمانیايي شېطان ۲۶ جوړې پرېښې وې، تر څو په دغه ځنګل کې یو ځل بیا ژوند ته دوام ورکړي او په دغه ځنګل کې ۳ زره کاله وروسته تازه تسمانیايي شېطان وزېږېدل، چې دې سره یې د نسل زیاتېدو هیلې هم ډېرې شوې دي.


دا ځناور د موږک په څېر ښکاره کېږي، خو بدن یې بیا د کوچني سپي هومره دی. په ۱۹۹۶ کال کې ساینسپوهانو معلومه کړې وه، چې د سرطان له وجې دا ځناور مري او نسل یې ختمېدونکی دی، نو له هغه وروسته چې کوم پاتې و، هغه په ځانګړي ځایونو کې وساتل شو، تر څو نسل یې وژغورل شي.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …