کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه کسان چې پر فیسبوک جعلي خبرونه خپروي، څه به ورسره کېږي؟

هغه کسان چې پر فیسبوک جعلي خبرونه خپروي، څه به ورسره کېږي؟

د ټولنیزو رسنیو ترټولو لویې ویبپاڼې فیسبوک خپلو ټولو کاروونکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که چېرته پر ټایم لین جعلي خبرونه خپروئ نو هیڅ شی به خپور نه شئ کړی.

موږ ټول په دې پوهېږي چې له فیسبوکه ډېر خلک ګټه پورته کوي، خو جعلي خبرونه یې بیا ډېرو ته سر دردی هم جوړ کړی، چې فیسبوک یې په اړه اقدامات کوي.

اوس د فیسبوک شرکت د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې د هغه اکونټونو پر وړاندې به جدي اقدام ترسره کړي چې په دوامداره توګه جعلي خبرونه خپروي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې هر ډول خبر هغه که د واکسینو په اړه وي یا د کورونا یاهم د کومې بلې موضوع په اړوند فیسبوک به یې څاري او د سرغړونې په صورت کې به له هر ډول پوسټ کولو څخه مخه ونیسي.

په دې ډول فیسبوک یو نوټ خپور کړي چې د دروغو خپروونکې پوسټ به په نیوز فیډ کې ښکته لاړ شي او یو داسې نوټيفکیشن به ورکوي چې آیا خبر یې سم دی او که نه.

د یادولو وړ ده چې دغه شرایط نه یوازې د فیسبوک په کاروونکو د تطبیق وړ دي بلکې د فیسبوک پر پاڼو هم پلي کېږي.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …