کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا په پاکستان کانې وکړې
ارون فنچ

اسټراليا په پاکستان کانې وکړې

خپلواک وېبپاڼه (٨ نومبر ٢٠١٩): اسټراليا د درې شل اوريزو لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې په پاکستان کانې وکړې. اسټراليا په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په ١٠ ويکټو ماته ورکړه او د ٢-٠ سره يې لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د اسټراليا په پرت کې د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د درې شل اوريزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د اسټراليا لوبډلې وګټله او لومړى يې د پاکستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د پاکستان توپوهنه د اسټراليا پر وړاندې په بشپړه توګه ناکامه ثابته شوه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٦ منډې وکړې، چې په دغه کې تر ټولو زياتې منډې افتخار احمد ترلاسه کړې، نوموړي ٤٥ منډې وکړې او امام الحق ١٤ منډې ترلاسه کړې، بل هېڅ لوبغاړى ونه توانېده چې ډېرې منډې ترلاسه کړي.

د اسټراليا له لوري کين ريچارډسن ٣، مچل سټارک ٢، سين ابوټ ٢ او اشټون اګر ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٠٧ منډو هدف د اسټراليا لوبډلې ډېر په اسانۍ سره ترلاسه کړ. د اسټراليا له لوري ياد هدف په ١١.٥ اورونو کې پرته د کومې ويکټې پوره شو چې د پيل توپوهونکو ارون فنچ ٥٢ ناسوځېدلې او ډيويډ وارنر ٤٨ ناسوځېدلې منډې وکړې او اسټراليا ته يې په ١٠ ويکټو بريا ور په برخه کړه.

د درې شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه او په دويمه لوبه کې اسټراليا په ٧ ويکټو پاکستان ته ماته ورکړې وه، له دې سره اسټراليا د درې لوبو لوبلړۍ کې د ٢-٠ سره بريا خپله او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

د دريمې شل اوريزې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سين ابوټ ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بيا سټيو سميت ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …