کورپاڼه / روغتيا / که چېرته هر وخت د ستړیا او کمزورۍ احساس کوئ نو د لاندې ویټامینو له کمښت سره مخ یئ

که چېرته هر وخت د ستړیا او کمزورۍ احساس کوئ نو د لاندې ویټامینو له کمښت سره مخ یئ

که چېرته له لږ کار کولو وروسته هم د ستړیا احساس کوئ، نو خپل ویټامین ډي مو معاینه کړئ ترڅو معلومه شي چې د کمښت ښکار خو به یې نه یئ، ځکه چ له یوې څېړنې موندل شوې چې د ویټامین ډي کمښت د کمزورۍ او ستړیا سبب کېږي او ترڅنګ هډوکي هم کمزورې کوي.

دغه څېړنه د بریتانیې د ایډمبرګ د ښار یو طبي ډلې ترسره کړې او د څېړنې له مخې یې رضاکارو کسانو ته لارښوونه وکړه چې شل دقیقې بایسکل وچلوي او ځینو ته جعلي ګولۍ یعنې (Placebo) ورکړې او ځینو ته بیا ویتامین ډي ورکړل.

د بایسکل له چلونې وروسته څېړونکو رضاکاره کسان معاینه کړل او ستړیا معلومه کړه. دوه اوونۍ وروسته یې همدغه کسانو ته بیا د شلو دقیقو بایسکل چلونې لارښوونه وکړه خو دا ځل یې ورته خوراک کې بدلون راوست.

لومړیو هغه کسانو ته یې چې پلیسیبو ورکړي ول هغوی ته یې ویټامین ډي ورکړل او هغوی ته یې چې ویټامین ډي ورکړي ول هغوی ته یې پلیسیبو ورکړل، دواړه ځلې په هغه کسانو کې د ستړیا نښې کمې وې چې ویټامین ډي ورکړل شوي ول او هغه کسانو چې پلیسیبو ورکړل شوي ول هغوی د بایسکل چلونې وروسته ډېر ستړي ول.

د بریتانیې د ډلي میل ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې نن سبا د ویټامین ډي کمښت یوه عامه ستونزه ده او په همدې سبب ډېر شمېر خلک له ستړیا سره مخ کېږي. لکه څنګه چې ویټامین ډي او کلسیم د هضم لپاره ګټور دي او هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي، نو کمښت یې هډوکي کمزورې کوي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …