کورپاڼه / خبرونه / ((افغانستان کرکټ کې خورا ښه استعدادونه لري او ښه ده چې د نړۍ کلبونو ته ولاړ شي))
راشد خان، ضيا الرحمان اکبر او ابراهيم ځدراڼ

((افغانستان کرکټ کې خورا ښه استعدادونه لري او ښه ده چې د نړۍ کلبونو ته ولاړ شي))

د افغانستان دوه ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او ضیا الرحمان اکبر تازه هغه افغان لوبغاړي دي چې انګلستان ته تللي دي او هلته د بېلا بېلو لوبډلو لپاره د کلبونو په لوبو کې لوبېږي.

ورزشي خبریال جعفر هاند په دې اړه وايي، چې افغانستان په کرکټ کې خورا ډېر ښه استعدادونه لري او دا ښه ده چې دوی د نړۍ کلبونو ته ولاړ شي. افغانستان نورې نړۍ ته د کرکټ لوبغاړو د تولید ښه ظرفیت لري.

نوموړي د ځوان لوبغاړي ضیا الرحمان اکبر انګلستان ته د ورتګ خبره کړې ده او وايي، چې نوموړی دویم افغان لوبغاړی دی چې په انګلستان کې د کلب کرکټ کوي.

هغه وايي، چې له کلبونو سره د یو ځای کېدو یوه ګټه دا ده چې دغو لوبغاړو ته به یوه عایداتي سرچینه پېدا شي. تر ټولو مهمه يې دا چې په دې سره به ځینو نورو افغان لوبغاړو ته هم د انګلستان کلب کرکټ کې د لوبېدو زمینې برابرې شي.

جعفر هاند دواړو لوبغاړو ته هیله څرګنده کړې ده، چې په یادو سیالیو کې ښه ولوبېږي او همدا راز دا هیله یې هم کړې ده، چې نور افغان لوبغاړي هم دا چانس ترلاسه کړي، چې د کلب سیالیو کې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …