کورپاڼه / اسلام / هغه صحابي چې منډه یې له آس څخه تېزه وه او په یوازې ځان د کفارو له لښکر سره وجنګیده

هغه صحابي چې منډه یې له آس څخه تېزه وه او په یوازې ځان د کفارو له لښکر سره وجنګیده

نن ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه صحابي په اړه خبرې کوو چې منډه یې له آس څخه تېزه وه او یو داسې صحابي و چې په یوازې ځان یې د کفارو له هغه لښکر سره مقابله وکړه چې د رسول الله اوښ یې تښتولی و، ماتي یې ورکړه او خپل توکي یې پرېښودل او وتښتېده.

دا هغه صحابي دی چې کله رسول الله د رضوان بیعت اخیست نو درې ځلې یې ترې بیعت واخیست. دا صحابي سلمه بن اکوع رضي الله عنه دی.

سلمه بن اکوع یو مخور، لوی قدی او د تېز رفتار ترڅنګ زړور هم و او مدینې ته څېرمه په مرالظهران سیمه کې اوسیده چې نن سبا ورته د فاطمه دره وایي. نوموی د خندق له غزا څه موده وړاندې اسلام ومانه او په داسې حال کې مدینې ته ورسید چې هیڅ یې نه درلودل او هلته یې له انصاري صحابي ابو طلحه رضي الله عنه سره کار پیل کړ.

سلمه بن اکوع به د آسونو ساتنه کول، اوبه به یې ورکولې او واښه به یې ورته راوړل او حضرت طلحه به ده ته خوراک، څښاک او نورو ضروریات ور پوره کول.

د حدیبې سوله په شپږم هجري کال ترسره شوه. د رسول الله سره څوارلس سوه صحابه کرام مکې ته روان شول کله چې له مدینې ووتل نو د ذوالحلیفه په مقام یې احرامونه وتړل، د صحابه کرامو په ډله کې سلمه بن اکوع هم شامل و.

کله چې دغه قافله مکې ته نږدې حدیبیې ته ورسید نو رسول الله هلته ودرید او قریشو له عمرې کولو منع کړ، د قریشو له لورې هم یو پیغام وړونکی راتله او رسول الله هم خپل زوم عثمان رضي الله عنه ته پیغام ورکړ او مکې ته یې ولېږه. خو کله چې عثمان رضي الله لږ ځنډ شو نو آوازه پورته چې شهید کړی یې دی نو رسول الله له یوې ونې لاندې صحابه راټول کړل او بیعت یې ترې واخیست چې د جنګ له میدانه به څوک نه تښتي.

دا هم ولولئ

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه رکوع دومره اوږده کړه، چې د سر پورته کېدو سوال نه پیدا کېده

یوه ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مازیګر امامت کاوه، نو لومړۍ رکوع …