کورپاڼه / روغتيا / آیا د مېوو د بادشاه (آم) له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

آیا د مېوو د بادشاه (آم) له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

آم ته د مېوو بادشاه ویل کېږي او دا ځکه چې دغه مېوه ډېره خوندوره، صحت بخښونکې او ګټوره ده. لکه څنګه چې الله تعالی په هر یو شي کې ګټې اچولي، همدغسې یې په آم کې هم ډېرې ګټې ایښي خو په عام ډول څوک ترې نه دي خبر.

د آم د خوړلو یو څو ګټې:

  • آم د هضم د سیستم لپاره یوه غوره مېوه ګڼل کېږي، یعنې آم د خوراکي توکو په هضمولو کې مرستندویه تمامېږي.

  • که چېرته د آم دننه مواد پر پوستکي پورې شي نو بې شمېره د پوستکي ستونزې به حل ومومي. په دې سره نه یوازې د پوستکي نمي ساتل کېږي بلکې رنګ یې هم صاف او ښکلی کېږي.

  • د آم په جوړښت کې کلسیم موجود وي چې بیا همدغه کلسیم د هډوکو په پیاوړتیا کې مرستندویه تمامېږي.

  • ویل کېږي چې د آم په جوړښت کې په ډېره اندازه ویټامین هم شتون لري، چې د دماغو په وده کې ډېر غوره ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …