کورپاڼه / جالب / هغه شخص شل زره درهمه جریمه شو، چې یوې ښځې ته نامناسب پیغامونه لېږل

هغه شخص شل زره درهمه جریمه شو، چې یوې ښځې ته نامناسب پیغامونه لېږل

د متحده عربي اماراتو محکمې هغه شخص شل زره درهمه جریمه کړ، چې یوې ښځې ته یې نامناسب پیغامونه لېږلي ول او احساساتو ته یې زیان ور اړولی و.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په اماراتو کې یوې ښځې په هغه شخص قضیه ثبت کړې چې نامناسب پیغامونه یې ور لېږلي ول او د جریمې په توګه یې د یو لکو درهمو غوښتنه هم کړې وه.

ښځې تور پورې کړی و چې هغه شخص په پیغامونو کې له ډېرو سړیو سره په اړیکو لرلو تورنه کړې وه او داسې ډېر تصویرونه یې هم ورلېږلي ول، چې بیا محکمې ښځې ته د اخلاقي زیان رسېدو په جبران کې په سړي جریمه کېښوده.

بل لوري ته تورن شخص پر ښځې تور پورې کړی چې په ښځه یې نهه دیرش زره درهم دی او په دې اړه یې خبرې شوي دي او له محکمې یې غوښتنه کړې چې قضیه یې خارجه کړي.

خو محکمې د شواهدو په رڼا کې تورن شخص د ښځې احساساتو ته د زیان په رسولو مجرم وبلل شو او پرېکړه یې وکړه چې ښځې ته به شل زره درهم د جریمې په توګه ورکوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …