کورپاڼه / روغتيا / د اوښې شېدې د شکر او سرطان لپاره ګټورې ګڼل شوي

د اوښې شېدې د شکر او سرطان لپاره ګټورې ګڼل شوي

د ختیځ په څېر په لویدیځ کې هم د اوښې د شېدو استعمال ورځ تر ورځې ډېرېږي، خو ځینې نقادان بیا ټینګار کوي چې د انسانانو پرځای دې په حیواناتو تجربې ترسره شي.

د اوښې شېدې، مستې او کوچ د غوره غذایي توکو په درلودلو سره نړیوال شهرت لري، ځکه چې په جوړښت کې یې ویټامین سي، فولاد، کلسیم، انسولین او پروټین په ډېره اندازې سره وي.

د اوښې پر شېدو له ډېرې مودې راهیسې څېړنې روانې دي او تر اوسه پورې یې ډېرې ګټې څرګندې شوي، خو له یوې نوې څېړنې څخه ثابته شوې چې د اوښې شېدې پخپل جوړښت کې ډېرې قیمتي ځانګړتیاوې لري او د شکر د ناروغانو لپاره ډېر ګټور وي.

د اوښې شېدې په اماراتو او نړۍ کې ډېر مینوال لري چې د شکر او سرطان لپاره ګټور وي او ترڅنګ یې دا هم ویل شوي چې د انسولینو د اړتیا وړ خوراک کموي او د وینې ګلوکوز ښه کوي.

په دې ډول سره د اوښې شېدې د شکر ناروغانو لپاره ګټور ګڼل کېږي، خو له دې پرته ددې شېدې بې شمېره نورې ګټې هم شته چې په منظم استعمال سره ورځنې لاسته راځي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …