کورپاڼه / خبرونه / د هند د حکومت او د ټولنیزو رسنیو د لویو شرکتونو ترمنځ جنجالونه ډېر شوي

د هند د حکومت او د ټولنیزو رسنیو د لویو شرکتونو ترمنځ جنجالونه ډېر شوي

د هند د حکومت او د ټولنیزو رسنیو د لویو شرکتونو ترمنځ وروسته له هغې جنجالونه ډېر شوي، چې د یاد حکومت له لورې ورته د ځانګړو قوانینو د پلي کولو وویل.

د ټولنیزې رسنیو یو لوی شرکت ټویټر پر پولیسو د اخطار ورکولو تور پورې کړی او په نوو (ای ټي) قوانینو یې سختې نېوکې وکړي او ویلي یې دي چې دې قوانینو یې ملګري او د محرومیت ساتنې کمپاین چلوونکې هم وېرولي دي.

ویل کېږي چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي اداره غواړي چې په انلاین ډول د نېوکه کوونکو مخنیوی وکړي، خو دا د ټویټر، فیسبوک او نورو لپاره یو لوی بازار ګڼل کېږي.

د یادولو وړ ده چې د هند حکومت درې میاشتې وړاندې ټولنیزو رسنیو ته خبر ورکړی و، چې د دوی په نوو قوانینو دې عمل وکړي کنه د میي له پنځه ویشتمې وروسته به یې په دې هیواد کې فعالیت ودرول شي.

ګوګل او فیسبوک ورته په ځواب کې ویلي ول چې دوی په دې لګیا دي ترڅو قوانین یې پلي کړي خو وټساپ یې بیا پر وړاندې په نوي ډیلي کې قضیه ثبته کړې ده.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …