کورپاڼه / هنر او کلتور / کارتیک آریان د شاهرو خان د پروډکشن له فلم څخه هم ویستل شو

کارتیک آریان د شاهرو خان د پروډکشن له فلم څخه هم ویستل شو

د هندي فلمونو اداکار یا هنرمند کارتیک آریان له “دوستانه” فلم څخه وروسته د شاهرو خان په پروډکشن کې له جوړېدونکې فلم څخه هم بهر شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د بالیووډ ځوان اداکار کارتیک آریان، مشهور فلم جوړونکې کرن جوهر له “دوستانه ټو” فلم څخه په غیر مسلکي سلوک بهر شوی و او اوسمهال ویل کېږی چې نوموړی له بل فلم څخه هم بهر شو.

د راپور له مخې ویل کېږي چې کارتیک آریان تېر کال دغه فلم لاسلیک کړی و او د پروډکشن چارې یې د شاهرو خان شرکت “ریډ چلیز انټرټیمنټ” په غاړه اخیستې وې او ترڅنګ یې مشهورې اداکارې کترینا کیف هم مرکزي رول لوباوه، خو د کورونا په سبب یې ثبت تر اوسه نه دی پیل شوی.

خو اوس راپورونه وایي چې کارتیک آریان غواړي چې د فلم په کیسه کې یو څه بدلون رامنځته کړي، خو د فلم جوړونکو له لورې یې دغه غوښتنه نه ده منل شوې او له فلم کولو څخه انکار وکړ.

د یو بلې هندي رسنۍ د ادعا له مخې ویل کېږي چې کارتیک آریان له کترینا کیف سره د کار کولو څخه انکار کړی. لکه څنګه چې دغه فلم یو رومانوي فلم دی او کترینا کیف ورڅخه په عمر کې مشره ده نو ځکه ورسره کار نه کوي خو تر اوسه ددې دواړو خبرو تایید نه دی شوی.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …