کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د شپې لخوا یې خوړل خوب خرابوي

هغه خوراکي توکي چې د شپې لخوا یې خوړل خوب خرابوي

ځینې خوراکي توکي داسې وي چې په ډېر شوق سره یې خورو او د روغتیا لپاره ډېر ګټور او اغېزمن هم ګڼل کېږي، خو که چېرته له خوب وړاندې وخوړل شي نو زیانمن تمامېږي. د هیلیت لین ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې ځینې خوراکي توکي داسې وي چې د ورځې لخوا د بدن لپاره ګټور وي او د شپې لخوا منفې اغېزې کوي.

له خوب کولو وړاندې که چېرته خوراک وشي نو په خوب کې مو ستونزې راولاړوي او په سبب یې د خېټې سوخت او بدهضمي رامنځته کېږي او په دې ډول له بې خوبۍ سره مخ کېږو. نو ځکه د خوراکي توکو کارپوهان لارښوونه کوي چې د شپې لخوا وازده لرونکي توکي مه خورئ، لږ خوراک وکړئ او له وېده کېدو درې یا څلور ساعته وړاندې لږ غوندې خوراک وکړئ.

  • ډېرې اوبه لرونکي توکي: په هغه توکو کې چې ډېرې اوبه وي لکه سپیرکۍ، تربوز، بادرنګ او له نورو ډډه وکړئ.

  • مساله لرونکې توکي: د مساله لرونکو توکو استعمال د بدهضمۍ او د خېټې د درد سبب کېږي او د کیپساسن مرکب د بدن تودوخه ډېروي او د خوب ستونزې راولاړوي.

  • کېلې: د شپې لخوا د کېلې له خوراک ډډه وکړئ او د کېلې په جوړښت کې کلسیم ډېر وي چې دفاعي سیستم او پوستکي ته ګټور وي خو د شپې لخوا خوړل بدهضمي او بلغم پیدا کوي.

  • مڼه: په مڼه کې یو ډول فایبر وي چې د وینې شکر او کلیسترول کنترولوي خو د شپې له لورې هضمول ستونزمن وي او په دې ډول د زړه تکلیف هم رامنځته کوي.

  • برکولي او ګلپي: برکولي او ګلپي هغه سبزیجات دي چې په ډېره اندازه ویټامین لري چې هضم یې ډېر وخت نیسي نو که چېرته د شپې له لورې وخوړل شي خوب ګډوډي.

  • وچې مېوې: بادام، پیسته او چارمغر د وینې لوړ فشار کنترولوي او د زړه لپاره ګټور وي خو دغه مېوې ډېره کالوري او غوړ لري چې د شپې لخوا یې خوړل وزن ډېروي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …