کورپاڼه / جالب / هغه هیواد چې د وخت پابندي پکې بد اخلاقي ګڼل کېږي

هغه هیواد چې د وخت پابندي پکې بد اخلاقي ګڼل کېږي

وخت د ژوند یو مهم عنصر دی او له وخته پرته ژوند نشته. په اوسني ګړندي دور کې خو د وخت پابندي له هر څه مهمه او لومړیتوب لري، خو هغه کس چې د وخت مطابق ژوند نه کوي مهذب نه ګڼل کېږي.

وخت له دې پرته هم ډېرې نورې ګټې هم لري او که چېرته ترې ګټه پورته نه کړو نو شاید ډېر فرصتونه له لاسه ورکړو او له خپلو سیالانو کلونه ـ کلونه شاته پاتې شو او ترڅنګ یې د وخت پابندي کول د پرمختللو قومونه نښه ګڼل کېږي.

خو نن ورځ مو د یوه داسې هیواد له خلکو خبروو چې هلته د وخت پابندي کول او په تاکلي وخت یو ځای ته رسېدل یا وعده پرځای کول بد اخلاقي او غیر مهذب کېدنه ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې د سویلي امریکا د وینزویلا په هیواد کې د وخت پابندي یا په ټاکلي وخت یو چېرته رسېدل لویه نیمګړتیا یا بداخلاقي ګڼل کېږي او اوسیدونکې یې تل له خپل ټاکلي وخته پنځلس دقیقې وروسته رسېږي.

ویل کېږي په دې هیواد کې که چېرته یو څوک ډوډۍ ته دعوت شي او پخپل وخت هلته ورسېږي نو نادیده، لالچې، وږی، تږی، بې صبر او سل او زر نومونه ورته اخلي نو شاید د وینزویلا اوسیدونکې زموږ دا عادت خوښ چې هیڅکله پخپل وخت ځای ته ځان نه رسوو.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …