کورپاڼه / روغتيا / کومه مېوه باید په کوم وخت وخوړل شي؟

کومه مېوه باید په کوم وخت وخوړل شي؟

د مېوو په استعمال سره هغه فایبر د بدن په برخه کېږي چې د هضم د سیستم د فعال ساتلو ترڅنګ د وینې او بدن نورې اړتیاوې هم پوره کوي او پیاوړي مو ساتي.

دلته په دې پوهېدل ډېر اړین وي چې د هر مېوې د استعمال ځانګړی وخت وي، نو که چېرته تاسې د مېوو ګټې ترلاسه کول غواړئ نو پر هغه وخت یې وخورئ چې د خوراکي توکو کارپوهانو یې لارښوونه کړې وي.

هندواڼه:

د ګرمۍ د موسم سره رنګې او خوږه هندواڼه د هر چا د خوښې وړ مېوه ګڼل کېږي. سهار په نهار د هندواڼئ خوړل د بدن لپاره ډېر ګټور وي ځکه چې هندواڼه د لایکوپین په نوم ماده لري چې د سترګو او زړه لپاره اغېزمنه وي او د اوبو کمښت هم پوره کوي.

مڼه:

د مڼې له ګټو خو هر څوک خبر دي، روغتیایي کاريوهان وایي که چېرته هره ورځ د سهار پرمهال یوه دانه مڼه وخوړل شي نو د فلج څخه مخنیوی کولی شي او د لوږې احساس هم له منځه وړي او ترڅنګ یې د وینې شکر برابر ساتي او انسولین ډېروي.

نارنج:

د مڼې په ډول که چېرته هره ورځ یوه دانه نارنج وخورئ نو له بې شمېره ناروغیو څخه مو ژغوري. خو په سهار کې په تشه ګیډه مه خورئ ځکه ممکن حساسیت پیدا کړي.

کېله:

کېله یوه داسې فایبر لرونکې مېوه ده چې د ماشومانو ترڅنګ یې زاړه هم خوښوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې کېله د هضم عمل تېزوي، خو د شپې له لورې مه خورئ او سهار کې ګټوره تمامېږي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …