کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل په نوو او غوره فیچرونه کار پیل کړی

ګوګل په نوو او غوره فیچرونه کار پیل کړی

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د انټرنیټ کاروونکې ګڼ شمېر کسان پر ډېرو کارونو کې پر ګوګل پلټونکې تکیه کوي، نو ځکه خو یاد امریکایي شرکت هم له کاروونکو سره د همغږۍ په موخه د پلټونکې ماشین په غوره کېدو کې هڅه کوي ترڅو یې کاروونکې ورسره تړلي پاتې شي.

د سیدتي مجلې د راپور له مخې ویل کېږي چې ګوګل به په نږدې راتلوونکې کې داسې ډېرې فیچرې وړاندې کړي چې د کاروونکو هیله او غوښتنې به ور پوره کړي چې د انسان طبیعت ته ورته او د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس به کار کوي.

امریکایي شرکت غواوي چې یو بل فیچر وړاندې کړي چې دغه فیچر به د نقشو د یو سیټ په ډول سره وي. ویل کېږي چې ددې نقشو په مرسته به موټر چلوونکې د مناسبو لارو لټه وکړی شي او له ګڼې ګوڼې به وژغورل شي او په دې سره به د پېښو کچه هم را ټیټه شي.

ګوګل چې په ټوله نړۍ کې ترټولو مشهور پلټونکی ماشین دی هڅه کوي ترڅو د کاروونکو لپاره سم او د باور وړ معلومات برابر کړي نو ځکه خو یې د سمو او د باور وړ معلوماتو ته د لاسرسي په موخه نوی فیچر وړاندې کوي.

یاد شرکت د یو داسې مهم فیچر په اړه څرګندونې کړي موخه یې د کاروونکو محرمیت او خوندیتوب دی ترڅو معلومات یې غلا نه شي.

دا هم ولولئ

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د …