کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: کافي د خوب د کمښت منفي اغېزې کموي

څېړنه: کافي د خوب د کمښت منفي اغېزې کموي

د یوې څېړنې له مخې ساینسپوهان وایي چې کافي د خوب د کمښت سبب کیدونکې منفي اغېزې کوي. د امریکا په مشیګن پوهنتون کې د کافي د اغېزو په اړه څېړنې کړي او ویلي دي چې کافین د خوب د کمښت اړوند مرسته کوي خو داسې هم نه ده چې موږ یې په اړه فکر کوو.

د مشیګن پوهنتون کې د خوب او زده کړې د لابراتوار ساینسپوهانو او د ارواپوهنې استاد کمبرلي فین وایي چې کافین د خوب د کمښت په سبب پرېوتونکې اغېزې له منځه وړي خو د خوب بدیل یې نه شو ګڼلی.

استاد کمبرلي فین چې د څېړونکې ډلې مشري کوي وایي مخکې وایي چې د یوې شپې د خوب له محرومیت څخه چې د زده کړې، حافظې او پر ذهني وړتیاوو کومې اغېزې پرېوځي، کافین یې پر وړاندې مبارزه کوي.

استاد کمبرلي فین زیاتوي چې کافین هم ویخ ساتي او د کار کولو وړتیا هم همداسې ساتي، خو دغه طریقه د تېروتنو په مخنیوي کې مرستندویه نه تمامېږي د مثال په توګه په روغتیایي مسایلو او موټر چلونه کې.

دغه راز دا هم ویل کېږي چې کافین د انرژۍ په ډېرولو، د خوب د کمښت په پوره کولو او د طبیعت په ښه کولو کې مرسته کوي خو د یوې شپې د بشپړ خوب بدیل نه شي کیدلی.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …