کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه وخت کله چې شاهرو خان د ښوونځې پر ماشومانو غاښونه مات کړل

هغه وخت کله چې شاهرو خان د ښوونځې پر ماشومانو غاښونه مات کړل

د بالیووډ د فلمونو بادشاه شاهرو خان تر اوسه پورې د هغه د مینوالو له لورې په فلمونو په بېلابېلو کردارونو سره لیدل شوی، خو آیا پوهېدئ چې نوموړي د ماشومتوب پرمهال په ښوونځي د ماشومانو غاښونه مات کړي ول.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې شاهرو خان د فلمي ستوري کیدو څخه وړاندې په دهلي کې اوسیده او هلته یې خپلې لومړنۍ زده کړې په ایس ټي کولمبا ښوونځې بشپړې کړې. که څه هم نوموړی اوس په ممبۍ کې اوسیېږي خو ډېر وخت بیاهم دیلي ته ځي او راځي.

په هندي رسنیو کې د شاهرو خان یوه ویډیو خپره کړې چې د “انر ورلډ اف شاهرو خان” تر سر لیک لاندې د یو مستند فلم لپاره نوموړی خپل زوړ ښوونځي ته تللی وي او هلته له پخوانو ملګرو سره لېدنه کوي.

په دې دوران کې یو شخص چې شاهرو خان سره لنډ لیدنه کوي نوموړي ته د ماشومتوب پېښه ور یادوي او ورنه پوښتنه کوي چې آیا تاسې ته یاد دي چې په “مډرن” ښوونځي کې دې د ماشومانو غاښونه مات کړي ول.

شاهرو خان هغه شخص ته د ځواب ورکولو پرځای خاندي. له دې وروسته ځي او د ښوونځي ادارې سره لیدنه کوي او ورته وایي چې بېرته راځي او له ځان سره به خپل زوی آریان هم راولي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …