کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا د کوشل پریرا د ښې توپ وهنې پرمټ بنګله دیش ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه

سریلانکا د کوشل پریرا د ښې توپ وهنې پرمټ بنګله دیش ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه

سریلانکایي لوبډلې د کپتان کوشل پریرا د ۱۲۰ منډو پرمټ د بنګله دیش لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه چې د بنګله دیش په کوربتوب د ډاکې په شیرِ بنګله کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۶ منډې وکړې او بنګله دیش ته یې د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا له لورې کوشل پریرا ډېر ښه وځلید او ۱۲۰ منډې یې وکړې او ترڅنګ یې ډي سلوا ۵۵ ناسوځیدلې او دنشکا ګناتلکا ۳۹ منډې جوړې کړې. د بنګله دیش له لورې تسکین احمد بیا ښه تمام شو او څلور لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز شرف الاسلام هم یو ویکټه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې دا د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ وروسته لوبه ده او له دې وړاندې په دواړو لوبو کې بنګله دیش، سریلانکا ته ماتي ورکړې وه او لوبلړۍ یې دوه د صفر پر وړاندې پخپل نوم کړې وه.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …