کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه ځیرک تشناب چې د کولمو د ناروغیو په اړه هم معلومات کوي

هغه ځیرک تشناب چې د کولمو د ناروغیو په اړه هم معلومات کوي

امریکایي انجینرانو او روغتیایي کارپوهان په ګډه یو داسې نوی او ځیرک تشناب جوړ کړی چې د ضرورت د رفع کولو پرمهال فاضله مواد تجزیه کوي او د کولمو د ناروغیو په اړه معلومات کوي.

ویل کېږي چې دغې جالب او په زړه پوري تشناب ته “ځیرک تشناب” هم ویل کېږي، ځکه چې د مصنوعي ځیرکتیا په استعمال سره په اتومات ډول د فاضله موادو تصویر اخلي او معلوموي چې ایا په کولمو کې یې ناروغي شتون لري او که نه.

که چېرته شخص ناروغ وي نو خبرداری ورکوي چې ډاکتر ته دې مراجعه وکړي او خپله درملنه دې ترسره کړي او په دې تشناب کې یو الګوریتم استعمال شوی چې د فاضله موادو څخه تصویر اخلي.

ویل کېږي چې په لومړیو تجربو کې الګوریتم د خېټې او کولمو د ناروغیو شپږ اتیا سلنه سم تشخیص وکړ او د وینې شتون یې هم تر څلور اویا سلنو پورې په سم ډول سره وښوده.

که څه هم دغه تشناب یوازې د یو پروټوټایپ په ډول دی خو کارپوهان وایي چې نور به یې هم ځیرک کړي او په راتلوونکې کې په فاضله موادو کې د ژوندیو کیمیاوي موادو په تجزیه کولو سره ددې وړ وګرځوي چې د خېټې ناروغۍ معلومې کړي.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …