کورپاڼه / هنر او کلتور / ریشي کپور غوښتل چې د رنبیر کپور واده له عالیه بټ سره نه، بلکې له یو هلک سره وکړي

ریشي کپور غوښتل چې د رنبیر کپور واده له عالیه بټ سره نه، بلکې له یو هلک سره وکړي

د بالیووډ مرحوم اداکار یا هنرمند ریشي کپور غوښتل چې د خپل زوی واده له عالیه بټ سره نه، بلکې له یو بل چا سره وکړي، خو له چاسره؟ که چېرته یې په اړه پوه شئ نو عقل به مو کار پرېږدي.

د بالیووډ د مشهور اداکار رنبیر کپور او عالیه اړیکه له ملګرتیا ډېره کلکه ده او د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د دوی دواړو یو بل د ژوند د ملګرو په توګه ټاکلي دي، چې له اړیکې سره هیڅکله مخالفت هم نه لري.

خو آیا پوهېدئ چې ریشي کپور د خپل زوی رنبیر کپور لپاره عالیه بټ نه وه ټاکلې بلکې د رنبیر نږدې ملګری آیان مکرجي یې انتخاب کړی و او غوښتل چې دواړه سره واده وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ریشي کپور په ۲۰۱۸ کال د رنبیر او د هغه د نږدې ملګرۍ فلم جوړونکې آیان مکرجي یو تصویر خپور کړی و او ویلي ول چې دواړه دې واده وکړي.

 

د یادولو وړ ده چې رنبیر کپور او ایان مکرجي د “ویک اپ سډ” فلم کې کار کړی و او د هماغه راهیسې یې ملګرتیا پیل کړه او ملګرتیا دومره پخه شوه چې هرځای به یوځای لیدل کېدل، تردې چې د ریشي کپور له مړینې وروسته سره ډېر یوځای لیدل شوي.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …