کورپاڼه / جالب / د یو تصویر په جوړولو کې په زرګونه شمعې کارول شوي او ریکارډ یې جوړ کړی

د یو تصویر په جوړولو کې په زرګونه شمعې کارول شوي او ریکارډ یې جوړ کړی

هره ورځ ټولنیزې رسنۍ د یو نه، یو په زړه پورې او حیرانوونکې خبر شاهدې وي او په دې لړ کې د نن ورځ حیرانوونکی خبر دادی چې په ټایلینډ کې یوې ډلې په زرګونه شمعې بلې کړي او ریکارډ یې جوړ کړی.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په ټایلینډ کې د بودایي مذهب پیروانو یوې ډلې د بودایزم د سمبولیک کولو لياره دوه لکه، شپږ پنځوس زره، څلور سوه، اوه اویا شمعې بلې کړي او ریکارډ یې جوړ کړی.

دماکایا بنسټ له لورې د ګوتم بود او ترڅنګ یې د نړۍ د نقشې د تیارولو لپاره روښانه شمعې استعمال شوي او ترڅنګ یې د شمعو په مرسته لیکل شوي دی چې: ((د ځمکې ورځ، ذهن پاک کړئ، نړۍ پاکه کړئ))

ویل کېږي چې د شمعو په مرسته دغه تصویر د ځمکې په ورځ چې د اپریل په دوه ویشتمه نیټه ولمانځل شوه، جوړ شوی و او د ګنیز په ریکارډونه کې ریکارډ جوړ کړی و.

د ګنیز اداره وایي چې په یو تصویر کې د دوه لکه، شپږ پنځوس زره، څلور سوه، اوه اویا شمعو استعمال د ریکارډ جوړولو لپاره بسنه کوي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …