کورپاڼه / جالب / یو ځوان له والدینو سره جنجال کړی او د کور په شاتنۍ برخه کې یې غار ایستلی

یو ځوان له والدینو سره جنجال کړی او د کور په شاتنۍ برخه کې یې غار ایستلی

له والدینو سره له جنګ، جګړې او جنجال وروسته ډېری ځوانان خپل خپګان په بېلابېلو طریقو سره څرګندوي، خو یو ځوان بیا ډېر حیرانوونکط کار ترسره کړی او په کور کې یې له جنجال وروسته یو غار یا سموڅه جوړه کړې ترڅو هلته آرامه واوسي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هسپانیې یو اوسیدونکې شپږ کاله وړاندې له والدینو سره له جنجال وروسته د کور په شاتنۍ برخه کې د غار په کېندلو پیل وکړ چې اوس یې په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

شل کلن اینډریس شپږ کاله وړاندې له والدینو سره په دې خبره جنجال وکړ چې کلي ته یې د تګ لپاره د موټر بېولو اجازه ور نه کړه، چې بیا یې په کور کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه او د کور په شاتنۍ برخه کې د غار د ایستلو پرېکړه وکړه.

ویل کېږي چې اینډریس ته کیندنو خوند ورکړ او هره ورځ به یې له ښوونځي وروسته کېندنې کولې تردې چې یو ملګری یې په پلان کې له ځان سره شریک کړ.

له رسنیو سره په خبرو کې اینډریس وایي چې پلار یې هیله درلوده چې کلي ته په جامو کې لاړ شي خو ده غوښتل چې په وردۍ کې لاړ شي، چې بیا په همدې علت پاتې شو.

نوموړی وایي چې ده او ملګری یې هره څوارلس ساعته کار کاوه او په دې کار یې پنځوس یورو مصرف کړی او په غار کې د موبایل لپاره وای فای سیستم، موبایل، بریښنا او نور هم شتون لري.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …