کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا په وروستۍ لوبه کې بنګله دیش ته ستره ماتي ورکړه

سریلانکا په وروستۍ لوبه کې بنګله دیش ته ستره ماتي ورکړه

سریلانکا په وروستۍ لوبه کې بنګله دیش ته ستره ماتي ورکړه او په دې سره لوبلړۍ د ۱ – ۲ په وړاندې پای ته ورسوله.

دغه لوبه چې د بنګله دیش په کوربتوب د ډاکې په شیرِ بنګله کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۶ منډې وکړې او بنګله دیش ته یې د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا له لورې کوشل پریرا ډېر ښه وځلید او  ۱۲۰ منډې یې وکړې او ترڅنګ یې ډي سلوا ۵۵ ناسوځیدلې او دنشکا ګناتلکا ۳۹ منډې جوړې کړې. د بنګله دیش له لورې تسکین احمد بیا ښه تمام شو او څلور لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز شرف الاسلام هم یو ویکټه ترلاسه کړه.

د بنګله دیش لوبډله د سریلانکا د توپ اچونې پر وړاندې ښه ونه ځلیده او ټول لوبغاړي په ۴۲.۳ اور کې په ۱۸۹ منډو له لاسه ورکړل او ۹۷ منډو یې لوبه وبایلله.

د بنګله دیش له لورې محمود الله ۵۳، مصداق حسین   ۵۱ او مشفیق الرحیم ۲۸ منډې وکړې او د سریلانکا له لورې په توپ اچونه کې دشمانتا چیمرا ښه وځلید او پنځه لوبغاړي یې وسوځول او ترڅنګ یې رامیش میندیش او ونیندو هسرنګا دوه ـ دوه او بنورا فرناندو یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی دشمانتا چیمرا او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی مشفیق الرحیم وټاکل شو او په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ د ۲-۱ په وړاندې بنګله دیش وګټله.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …