کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کارابین پريمئير لیګ سیالیو ته ۶ افغان لوبغاړي واخیستل شو
رحمان الله ګربز او قېس احمد

کارابین پريمئير لیګ سیالیو ته ۶ افغان لوبغاړي واخیستل شو

د ویسټ انډیز راتلونکي تجارتي لیګ سیالیو (کارابین پریمئیر لیګ) ته ۶ افغان لوبغاړي واخیستل شو، خو ښه خبره دا ده چې دا ټول ځوان لوبغاړي دي.

نن د سي پي ایل د ډرافټ مراسم ترسره شو، چې ټولو لوبغاړو پکې د خپلې خوښې لوبغاړي غوره کړل، په دې لړ کې پنځه افغان لوبغاړي هم بېلا بېلو لوبډلو واخیستل او یو افغان لوبغاړی له تېر پړاو څخه يوې لوبډلې له ځان سره ساتلی و.

ګیانا امازون واریرز لوبډلې ځوان توپ اچونکی نوین الحق له ځان سره د مخکې نه ساتلی و او ډرافټ مراسمو کې يې وقار سلامخېل واخیست. همدا راز جمایکا ټلاواس لوبډلې بیا ابراهیم ځدراڼ او قېس احمد په خپله لوبډله کې شامل کړل.

د ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې ځوان لوبغاړی شفیق الله غفاري د بارباډوس ټریډینټس لوبډلې اخیستی دی، چې دا لومړی ځل دی چې هغه به په یو بهرني تجارتي لیګ کې ولوبېږي، همدا راز سینټ کیټس اېنډ ڼیویس پیټریوټس بیا چټک توپوهونکی رحمان الله ګربز اخیستی دی.

د یادولو وړ ده چې په دې سیالیو کې تېر کال راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان هم لوبېدل، خو درې واړه سږکال کومې لوبډلې له ځان سره نه دي ساتلي او یا هغوی په دې لیګ کې له لوبېدو څخه لاس اخیستی دی، ځکه درې واړه تکړه او مخکښ لوبغاړي دي، خو سږکال به سي پي ایل کې نه وي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …