کورپاڼه / بېلا بېل / آیا ستاسو ماشومان هم چپه بوټان پر پښو کوي، علت یې څه دی؟

آیا ستاسو ماشومان هم چپه بوټان پر پښو کوي، علت یې څه دی؟

تاسو به ډېر لیدلي وي چې ډېری ماشومان په کورونو کې بوټان یا څپلکې چپه پر پښو کوي او ګرځي، چې بیا په همدې سبب لوېږي هم او د زخمي کیدو خطر یې ډېر وي.

خو پوښتنه داده چې ماشومان ولې چپه بوټان یا چپلکې پر پښو کوي، ددې تر شا څه علت شتون لري؟ که غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ، نو راځئ دا لیکنه تر پایه ولولئ.

د ماشومانو دماغ یا ماغزه د عامو انسانانو په پرتله تر ډېره کوچني یا کمزورې او نیورون یې په ډېر ورو ډول سره کار کوي.

ویل کېږي چې په همدې سبب د ماشومانو د سترګو پر ریټینا سیده یا مستقیم شی هم چپه ښکاري او دا ستونزه یوازې د پښو په اړوند نه پېښېږي بلکې د نورو شیانو اړوند هم دغه ستونزه رامنځته کېږي.

د ماشومانو پښې د دماغو له حسې سیستم څخه لېرې وي او ماشومان په دې ډول سره وده کوي چې په همدې سبب بوټان یا چپلکې چپه پر پښو کوي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …