کورپاڼه / خبرونه / راشد خان له تاسې نه مشورې غوښتي، وارنر او یادو هم جالبې مشورې ورکړي
راشد خان

راشد خان له تاسې نه مشورې غوښتي، وارنر او یادو هم جالبې مشورې ورکړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان چې له ترکیې څخه متحده عربي اماراتو ته ستون شوی دی، هلته د راتلونکو ۷ ورځو لپاره کرنټین دی.

راشد خان څو ساعته مخکې په انسټاګرام اکاونټ کې یو سیلفي عکس خپور کړی دی، چې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې اخیستل شوی دی.

هغه له عکس سره لیکلي دي، چې د ۷ ورځو کرنټین یې پیل شوی دی، د راتلونکو ۷ ورځو لپاره کوم وړاندیز شته؟ غواړم ستاسې مشورې واخلم.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


نوموړي ته مشهور اسټرالیايي کرکټر ډیویډ وارنر لیکلي دي، چې موږ د ورزش ځینې ویډیوګانې غواړو، همدا راز هندي ځوان لوبغاړي سوریا کمار یادو ورته لیکلي دي، چې په دې اړه فکر وکړه، چې ما به څنګه اوټ کوې.

د یادولو وړ ده چې راشد خان د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې دا سیالۍ د جون په پنځمه نېټه په ابوظهبي کې پیلېږي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …