کورپاڼه / خبرونه / حبیب نور محمد له مور سره د کړې ژمنې له امله د ۱۰۰ میلیونه ډالرو وړاندیز رد کړ
حبیب نور محمد

حبیب نور محمد له مور سره د کړې ژمنې له امله د ۱۰۰ میلیونه ډالرو وړاندیز رد کړ

د روسیې مشهور مارشل ارټ لوبغاړی او باکسر حبیب نور محمد (خبیب نورماګمیدوف) چې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې يې له لوبو څخه استعفا واخیسته، د خپلې مور سره د ژمنې له امله یې د سل میلیونه امریکایي ډالرو وړاندیز هم رد کړی دی.

د ډیلي سټار د راپور په وېنا، د حبیب نور محمد منېجر علي عبدالعزیز ویلي دي، چې له استعفا یوه اونۍ وروسته حبیب نور محمد ته د فلایډ می ویدر سره د لوبې کولو لپاره د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو وړاندیز شوی و، چې دا وړاندیز حبیب رد کړ.

عبدالعزیز د مایک ټایسن پوډکاسټ سره په خپلو خبرو کې وویل: ((تاسې پوهېږئ چې حبیب ته له استعفا وروسته د ۱۰۰ میلیونه ډالرو وړاندیز شوی و چې د فلایډ می ویدر سره لوبه وکړي. تاسې دا خبره د فلایډ څخه هم تایید کولی شئ.))

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((حبیب دا وړاندیز رد کړ او وې ویل چې اوس ما استعفا ورکړې ده. ما له خپلې مور سره ژمنه کړې ده چې زه به بیا هېڅ کله لوبه نه کوم او د خپلې مور سره ژمنه هېڅ کله نه ماتوم، زه به یوازې هغه وخت کې لوبو ته راوګرځم، چې کله مې مور اجازه راکړه.))

د یادولو وړ ده چې د روسیې دا مسلمان لوبغاړی یو تاریخ جوړونکی لوبغاړی و، ځکه چې هغه په خپله هېڅ لوبه کې ماتې نه وه خوړلې.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …