کورپاڼه / سياست او روانې چارې / جرمني کې د مسلمانانو، عیسایانو او یهودیانو ګډ عبادتځی جوړېږي
امام، پادري او یهودي

جرمني کې د مسلمانانو، عیسایانو او یهودیانو ګډ عبادتځی جوړېږي

د جرمني په پلازمېنه برلن کې یو داسې تعمیر جوړېږي، چې هلته به د مسلمانانو، عیسایانو او یهودیانو ګډ عبادتځی وي، د دغه تعمیر په یوه برخه کې به د مسلمانانو جومات، په بله برخه کې د عیسایانو کلیسا او په دریمه برخه کې د یهودیانو عبادتځی وي.

تر دې مخکې د داسې څه په اړه فکر کول هم ممکن نه و، خو اوس مسلمانانو، عیسایانو او یهودیانو په ګډه د یو داسې تعمیر جوړولو د بنسټ ډبره ایښې ده، چې د درې واړه دینونو منونکي پکې عبادت وکولای شي.

د DW وېبپاڼې د راپور په وېنا، د دې پروژې نوم (هاوس اف ون) ایښودل شوی دی، د دې پروژې په اړه د ګریګور هابرګ په نوم پادري وايي، چې دا د برلن یوه ډېره مهمه پروژه ده، دلته یهودیانو، عیسایانو او مسلمانانو حتاً د نورو دینونو خلکو هم د داسې یو مرکز جوړولو په اړه خبرې کولې.

په راپور کې ویل شوي دي، که چېرته هر څه د پروژې سره سم ترسره شو، نو په راتلونکو پنځه کلونو کې به دا پروژه بشپړه شي او د درې دینونو یو ګډ ځای به جوړ شي. په دې پروژه ۵۳.۳ میلیونه ډالر لګښت راځي.

برلن کې هاوس اف ون

د دې پروژې په اړه د برلن امام عثمان اویرس وايي، چې دا به د برلن مرکزي جومات وي، کله چې دا جومات جوړ شي، نو د ښار په منځ کې به دا د مسلمانانو لپاره ډېر مهم ځای وي. د یادولو ده چې په برلن کې د مسلمانانو ۸۰ جوماتونه شته دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دا ګډ عبادتځی په دې  موخه جوړېږي، چې په یو تعمیر کې د درې واړه دینونو خلک له یو بل سره مخامخ خبرې وکولای شي او د خبرو له لارې خپلې ټولې ستونزې حل کړي او د یو بل ترمنځ اړیکې پېدا کړي. دې ځای ته همدا راز د (بیت الامن) نوم هم ورکړل شوی دی.

دا هم ولولئ

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د …