کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د فنلېنډ د لومړۍ وزیرې سباناری په کومو پېسو اخیستل کېږي؟ په اړه يې څېړنې پیل شوي
ثنا مارین

د فنلېنډ د لومړۍ وزیرې سباناری په کومو پېسو اخیستل کېږي؟ په اړه يې څېړنې پیل شوي

د فنلېنډ د لومړۍ وزیرې سباناری په کومه پېسو اخیستل کېږي؟ په اړه يې څېړنې پیل شويد فنلېنډ د لومړۍ وزیرې لباره سباناری د خلکو د ټېکس په پېسو اخیستل کېږي او که نه د هغې په شخصي پېسو راوړل کېږي، په دې اړه پولیسو څېړنې پیل کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د فنلېنډ پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي دي، چې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې سباناری د خلکو د ټېکس په پېسو خو په غېر قانوني ډول نه اخیستل کېږي.

په دې اړه د فنلېنډ یوې ورځپاڼې خبر خپور کړی دی او پکې ویل شوي دي، چې د فنلېنډ لومړۍ وزیرې د خپلې کورنۍ د سباناري لپاره د حکومت څخه د ۳۰۰ یورو یا ۳۶۵ ډالرو غوښتنه کړې ده، چې دا کورنۍ يې له هغې سره د لومړۍ وزیرې په دولتي کور کیسارینتا کې اوسېږي.

په دغه خبر کې د فنلېنډ د قانونپوهانو له خوا لیکل شوي دي، چې د لومړۍ وزیرې لپاره سباناری د خلکو د ټېکس به پېسو اخیستل غېر قانوني کار دی.

د یادولو وړ ده چې ۳۵ کلنه ثنا مارین په ۲۰۱۹ کال کې د فنلېنډ هېواد لومړۍ وزیره انتخاب شوې ده.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …