کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شفیق الله غفاري، یو بل ځوان لوبغاړی چې نړیوالو یې په استعداد باور وکړ
شفیق الله غفاري

شفیق الله غفاري، یو بل ځوان لوبغاړی چې نړیوالو یې په استعداد باور وکړ

د افغانستان یو بل ځوان لوبغاړی شفیق الله غفاري دی، چې تېر کال يې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په نړیوال جام کې خپله وړتیا او استعداد ښکاره کړ، خو له هغه وروسته کرکټ بورډ ورته هېڅ پام ونه کړ، په لومړي ځل یو بهرني لیګ کې واخیستل شو.

د افغانستان یو شمېر ځوان لوبغاړي چې د کرکټ بورډ له خوا ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، خو په خپله وړتیا او استعداد يې د نړیوالو پام خپل کړی او تجارتي لیګونو کې يې ځای خپل کړی، چې له دې لارې يې شهرت او نوم پېدا کړی دی.

په همدې لړ کې شفیق الله غفاري هم دی، چې تازه د کارابین پریمئیر لیګ کې د بارباډوس ټریډینټس لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی او سږکال به د هغوی لپاره ولوبېږي، دا لومړی ځل دی چې نوموړی به په کوم بهرني لیګ کې برخه واخلي.

د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام په یوه لوبه کې هغه د ۱۵ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي سوځولي و، چې دا د یو افغان لوبغاړي له خوا تر ټولو ښه توپ اچونه ده، همدا راز نوموړي په ۵ لوبو کې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې وې.

که یو خوا افغانستان نړیوالې لوبې بېخي نه لري، نو بلخوا د ځوانو لوبغاړو په استعدادونو او وړتیاوو باندې کار کول هم تش په نوم دي، د شفیق الله غفاري لپاره دا ستر چانس دی، چې په سي پي ایل کې خپل استعداد ښکاره او هلته ډېر نوي څه زده کړي چې د نورو خلکو هم ورته پام شي.

شفیق الله غفاري هم د بارباډوس ټریډینټس لوبډلې سره په یو ځای کېدو ډېره خوشحالي ښکاره کړې ده، او له یادې لوبډلې سره لوبېدو ته یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …